وَٱلَّذِينَ يُتَوَفَّوۡنَ مِنكُمۡ وَيَذَرُونَ أَزۡوَٰجٗا وَصِيَّةٗ لِّأَزۡوَٰجِهِم مَّتَٰعًا إِلَى ٱلۡحَوۡلِ غَيۡرَ إِخۡرَاجٖۚ فَإِنۡ خَرَجۡنَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيۡكُمۡ فِي مَا فَعَلۡنَ فِيٓ أَنفُسِهِنَّ مِن مَّعۡرُوفٖۗ وَٱللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٞ ٢٤٠
2-240 او هغه كسان چې په تاسو كې مري او ښځې پرېږدي (نو په دوى باندې لازم دي) وصیت كول د خپلو ښځو لپاره تر یو كاله پورې د خرچ وركولو، بې له وېستلو نه، نو كه دوى (پخپله) ووتلې، نو پر تاسو باندې هېڅ ګناه نشته په هغه څه كې چې دوى (ښځې) يې د خپلو ځانونو په باره كې كوي څه نېك كار، او الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى
تفسیر
او هغه کسان چې له تاسو څخه ومري او ښځې ترې پاتې شي لازمه ده په خاوندانو چې د دې ښځو لپاره وصیت وکړي د یو کال د خرچی او د اوسیدلو د خاوند په کور کې، چې وارثان به یې ترې نه وباسي؛ د دوئ د زړونو د ټکور لپاره، او له مړي سره د وفادارۍ لپاره، نو که چېرې په خپله خوښه د یو کال نه مخکي ووځي، نو بیا په تاسو باندې څه ګناه نشته او په هغوئ هم څه ګناه نشته چې خپل ځانونه ښکلي کړي او سینګار وکړي، دا حکم خو داسی بیان شو خو جمهور مفسرین وايي چې د دې آیت حکم په دې آیت منسوخ شوی: ﴿وَالَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنْكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَاجًا يَتَرَبَّصْنَ بِأَنْفُسِهِنَّ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْرًا﴾ [البقرة: ٢٣٤]. ژباړه: (او هغه کسان چې وفات شي ستاسو څخه او پرېږدي ښځې، (نو) انتظار دې وکړي دا ښځې (د نکاح کولو نه) د خپلو ځانونو باره کې څلور میاشتی او لس ورځې).