سورت الأعراف، آیت 79

7:79

فَتَوَلَّىٰ عَنۡهُمۡ وَقَالَ يَٰقَوۡمِ لَقَدۡ أَبۡلَغۡتُكُمۡ رِسَالَةَ رَبِّي وَنَصَحۡتُ لَكُمۡ وَلَٰكِن لَّا تُحِبُّونَ ٱلنَّٰصِحِينَ ٧٩

7-79 نو هغه، له دوى نه وګرځېده، او ويې ويل:اى زما قومه! یقینًا یقینًا ما تاسو ته د خپل رب پېغام دروساوه او ستاسو خیرخواهي مې وكړه او لېكن تاسو نصیحت (خیرخواهي) كوونكي نه خوښوئ

تفسیر

نو صالح -علیه السلام- د خپل قوم نه مخ واړاوه وروسته د نا امیدۍ د هغوی د قبلولو د دعوت نه، او دوی ته یې وویل: ای زما قومه! بیشکه ما ورسول تاسو ته هغه څه چې ما ته یې الله تعالی تاسو ته په دررسولو امر کړی و، او ما تاسو ته نصیحت کړی (خیرخواهي مې درله لټولې) ترغیب مې درکړی د اخرت او ویرولي مې یاست د الله تعالی له عذاب نه، خو لیکن تاسو داسې قوم یاست چې نه خوښوئ خیرخواهان (نصیحت کوونکي) کوم چې تاسو ته د خیر په ښودلو او د شر نه په لرې کولو حرصناک دي.