سورت الأعراف، آیت 80

7:80

وَلُوطًا إِذۡ قَالَ لِقَوۡمِهِۦٓ أَتَأۡتُونَ ٱلۡفَٰحِشَةَ مَا سَبَقَكُم بِهَا مِنۡ أَحَدٖ مِّنَ ٱلۡعَٰلَمِينَ ٨٠

7-80 او (لېږلى و مونږ) لوط كله چې هغه خپل قوم ته وویل: ایا تاسو داسې بد كار كوئ چې په مخلوقاتو كې هېڅ یو كس له تاسو نه دغه (بد كار) ته ړومبـى شوى نه دى

تفسیر

او یاد کړه لوط -علیه السلام- کله چې هغه وویل پداسې حال کې چې انکار کوونکی و خپل قوم ته: آیا تاسو راتګ کوئ نا اشنا او بد کار ته چې هغه نارینو ته راتګ دی په شهوت سره (لواطت)؟! دا بد کار چې تاسو اول شروع کړی، نو ستاسو نه هیچا مخکې دا کار نه دی کړی!