وَيَٰٓـَٔادَمُ ٱسۡكُنۡ أَنتَ وَزَوۡجُكَ ٱلۡجَنَّةَ فَكُلَا مِنۡ حَيۡثُ شِئۡتُمَا وَلَا تَقۡرَبَا هَٰذِهِ ٱلشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ ٱلظَّٰلِمِينَ ١٩
7-19 او اى ادمه! ته او ستا ښځه په جنت كې اوسئ، نو تاسو خوراك كوئ له كوم ځاى نه چې مو خوښه شي، او دې ونې ته مه نژدې كېږئ (،ګنې) نو له ظالمانو نه به شئ
تفسیر
او الله تعالی ادم -علیه السلام- ته وویل: ای ادمه! ووسیږه ته او میرمن ستا حواء په جنت کې، او خورئ د هغه څه نه چې په دې جنت کې دي د پاکو شیانو نه څه چې ستاسو خوښ وي، او مه خورئ تاسو د دې ونې نه (یوه ونه چې الله تعالی دې دواړو ته ښودلې وه) نو که تاسو دواړو د دې نه خوراک وکړ وروسته د منع کولو زما نه تاسو دواړه لره، نو تاسو به د الله تعالی د پولو څخه د تیریدونکو څخه یاستئ.