فَبَدَّلَ ٱلَّذِينَ ظَلَمُواْ مِنۡهُمۡ قَوۡلًا غَيۡرَ ٱلَّذِي قِيلَ لَهُمۡ فَأَرۡسَلۡنَا عَلَيۡهِمۡ رِجۡزٗا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ بِمَا كَانُواْ يَظۡلِمُونَ ١٦٢
7-162 نو هغو كسانو چې ظلم يې كړى و، هغه خبره چې دوى ته ویل شوې وه په بل شان بدله كړه، نو مونږه پر هغوى باندې له اسمان نه عذاب راولېږه، په سبب د هغه ظلم چې دوى به كاوه
تفسیر
نو له هغوی تېری کوونکو يې هغه وينا چې امر ورته پرې شوی و، بدله کړه او ويې ويل: په وربشه کې دانه ده، پر ځای د هغې وینا چې - په هغې سره - هغوی ته د بخښنې غوښتلو امر شوی و، هغه فعل چې امر ورته پرې شوی و، هغه يې بدل کړ، نو په ناسته په شا څښېدونکي داخل شول، پر ځای د دې چې الله ته عاجزي کوونکي او سر ټيټوونکي داخل شي، نو پر هغوی مو له آسمانه د هغوی د تېري له امله عذاب ولېږلو.