سورت الأعراف، آیت 161

7:161

وَإِذۡ قِيلَ لَهُمُ ٱسۡكُنُواْ هَٰذِهِ ٱلۡقَرۡيَةَ وَكُلُواْ مِنۡهَا حَيۡثُ شِئۡتُمۡ وَقُولُواْ حِطَّةٞ وَٱدۡخُلُواْ ٱلۡبَابَ سُجَّدٗا نَّغۡفِرۡ لَكُمۡ خَطِيٓـَٰٔتِكُمۡۚ سَنَزِيدُ ٱلۡمُحۡسِنِينَ ١٦١

7-161 او كله چې دوى ته وویل شول چې تاسو په دې كلي كې اوسئ او د دې له پيداوار نه خوراك كوئ كوم ځاى چې مو خوښه شي، او تاسو وایئ: وبخښه (زمونږ ګناهونه) او په دروازه كې سجده كوونكي داخل شئ، مونږ به ستاسو ګناهونه وبخښو، نېكي كوونكي به خامخا په نور زیات فضل سره ونازوو.

تفسیر

او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې الله تعالی بني اسرایېلو ته وویل: ننوځئ تاسو بیت المقدس ته، او د هغه کلې له میوو څخه وخورئ کوم ځای چې ستاسو خوښ وي او په کوم وخت کې چې تاسو غواړئ، او ووایئ: ای زمونږ ربه! لرې کړه زمونږ نه ګناهونه زمونږ، او ننوځئ په دروازه کې رکوع کوونکي او عاجزي کوونکي خپل رب ته؛ نو که چیرته تاسو دا کار وکړ، نو مونږ به ستاسو د ګناهونو نه تېر شو، او خامخا زیاتوو مونږ خایسته عمل کوونکو لره د دنیا او آخرت د نعمتونو نه.