قُل لِّلَّذِينَ كَفَرُوٓاْ إِن يَنتَهُواْ يُغۡفَرۡ لَهُم مَّا قَدۡ سَلَفَ وَإِن يَعُودُواْ فَقَدۡ مَضَتۡ سُنَّتُ ٱلۡأَوَّلِينَ ٣٨
8-38 ته هغو كسانو ته ووایه چې كفر يې كړى دى: كه چېرې دوى منع شي (، نو) دوى ته به د هغو (ګناهونو) بخښنه وشي چې مخكې ترې شوي دي او كه چېرې دوى (كفر ته بيا) راوګرځي، نو تحقیق د ړومبنو خلقو طریقه (قانون) تېره شوې ده. (له هغوى سره شوى عمل له دوى سره هم كېدونكى دى)
تفسیر
ووایه -ای پیغمبره- هغو کسانو ته چې کفر یې کړي په الله تعالی او د هغه په پیغمبر ستا د قوم نه: که چیرته بند شي دوی دخپل کفر نه په الله تعالی او د هغه په پیغمبر، او د بندولو د دوی د لارې د الله تعالی نه هغه چا لره چې ایمان يې پرې راوړی؛ وبه بخښي دوی ته الله تعالی هغه ګناهونه چې دوی کړي، نو اسلام چې دی ختموي هغه ګناهونه چې مخکې چا کړي وي، او که چیرته دوی راوګرځي خپل کفر ته نو بیشکه تیره شوې طریقه د الله تعالی په پخوانیو خلکو کې هغه داسې وه چې کله دوی نسبت د دروغو کړی و او په دې یې همیشوالی کړی و په تلوار سره يې ورته سزا ورکړې.