سورت الأنعام، آیت 94

6:94

وَلَقَدۡ جِئۡتُمُونَا فُرَٰدَىٰ كَمَا خَلَقۡنَٰكُمۡ أَوَّلَ مَرَّةٖ وَتَرَكۡتُم مَّا خَوَّلۡنَٰكُمۡ وَرَآءَ ظُهُورِكُمۡۖ وَمَا نَرَىٰ مَعَكُمۡ شُفَعَآءَكُمُ ٱلَّذِينَ زَعَمۡتُمۡ أَنَّهُمۡ فِيكُمۡ شُرَكَٰٓؤُاْۚ لَقَد تَّقَطَّعَ بَيۡنَكُمۡ وَضَلَّ عَنكُم مَّا كُنتُمۡ تَزۡعُمُونَ ٩٤

6-94 او یقینًا یقینًا تاسو مونږ ته يواځې يواځې (ځانله، ځانله) راغلئ، لكه څنګه چې مونږ تاسو اول ځلې پیدا كړي وئ، او تاسو هغه څه د خپلو شاګانو شا ته پرېښودل چې مونږ تاسو ته دركړي وو او مونږ له تاسو سره ستاسو هغه سفارشیان نه وینو چې تاسو به دعوا كوله چې بې له شكه دغه په تاسو كې شريك دي، یقینًا یقینًا ستاسو خپل مینځي تعلق پرې شو او له تاسو څخه هغه څه ورك شول چې تاسو به (سفارشیان) ګڼل

تفسیر

او دوی ته به وویل شي د دوباره راپاڅیدو (قیامت) په ورځ: او بیشکه تاسو راغلئ مونږ ته په دې ورځ کې یوازې یوازې، نه درسره مال شته او نه درسره مشري شته، لکه څرنګه چې مونږ تاسو اول ځل پیداکړی وئ پښېبله (لوڅې پښې) بربنډ ناسنته شوي،او پریښودل تاسو هغه څه چې مونږ تاسو ته درکړي د نعمتونو نه شاته ستاسو په دنیا کې که ستاسو خوښه وي او که نه وي، او مونږ نه وینو نن ورځ ستاسو سره هغه معبودان ستاسو چې تاسو به دعوه کوله چې دوی به ستاسو لپاره سپارش وکړي، او تاسو دعوه کوله چې یقینا دوی شریکان دي الله تعالی سره په بندګۍ کولو کې، بیشکه ختمه شوه رابطه ستاسو ترمنځ، او ورک شو ستاسو نه هغه چې تاسو یې دعوه کوله او ګمان مو کاوه د هغوی د سپارش نه، او د دې نه چې ګویاکې دوی الله تعالی سره شریکان دي.