قُلۡ هُوَ ٱلۡقَادِرُ عَلَىٰٓ أَن يَبۡعَثَ عَلَيۡكُمۡ عَذَابٗا مِّن فَوۡقِكُمۡ أَوۡ مِن تَحۡتِ أَرۡجُلِكُمۡ أَوۡ يَلۡبِسَكُمۡ شِيَعٗا وَيُذِيقَ بَعۡضَكُم بَأۡسَ بَعۡضٍۗ ٱنظُرۡ كَيۡفَ نُصَرِّفُ ٱلۡأٓيَٰتِ لَعَلَّهُمۡ يَفۡقَهُونَ ٦٥
6-65 ته (دوى ته) ووایه: همغه قادر دى په دې باندې چې پر تاسو باندې ستاسو له پاسه نه عذاب راولېږي، یا ستاسو د پښو له لاندې طرف نه، یا تاسو د بېلو، بېلو ډلو په جوړولو سره ګډوَډ كړي او په ځینو باندې د ځینو نورو (د) جنګ (مزه) وڅكي، ته وګوره مونږ ایتونه په څنګه انداز كې بیانوو، د دې لپاره چې دوى پوه شي
تفسیر
ووایه -ای پیغمبره- دوی ته: خاص الله تعالی قدرت لرونکی دی په دې چې راولیږي په تاسو باندې عذاب چې راشي تاسو ته د بره ستاسو نه لکه د تیږو او تندرونو او طوفانونو، او یا راشي تاسو ته ستاسو د لاندې طرف نه لکه زلزلې او په ځمکه کې ننه ایستل، او یا به ستاسو د زړونو تر منځ اختلاف پیدا کړي، نو ستاسو نه هر څوک به د خپل خواهش تابعداري وکړي، نو د یو بل سره به جنګ وکړئ، فکر وکړه (وګوره) -ای پیغمبره- څرنګه مونږ اړوو راړوو دوی ته دلیلونه او معجزې او دوی ته یې بیانوو د دې لپاره چې دوی پوهه شي چې یقینا هر هغه څه چې تا پرې راتګ کړی ریښتیا دي، او هر هغه څه چې د هغوی سره دي باطل دي.