قُل لَّوۡ أَنَّ عِندِي مَا تَسۡتَعۡجِلُونَ بِهِۦ لَقُضِيَ ٱلۡأَمۡرُ بَيۡنِي وَبَيۡنَكُمۡۗ وَٱللَّهُ أَعۡلَمُ بِٱلظَّٰلِمِينَ ٥٨
6-58 ته ووایه: یقینًا كه ما سره هغه شى وَى چې تاسو يې په تلوار سره غواړئ (، نو) زما او ستاسو په مینځ كې به خبره خامخا فیصله كړى شوې وه او الله په ظالمانو باندې ښه عالم دى
تفسیر
ته ووایه -ای پیغمبره- دوی ته: که چیرته ما سره وي او زما په واک کې وي هغه عذاب چې تاسو یې په تلوار سره غواړئ نو ما به په تاسو نازل کړی و، او په دغه وخت کې به فیصله شوی و هغه کار چې زما او ستاسو ترمنځ دی، او الله تعالی ښه پوهه دی په ظالمانو چې څومره مهلت ورکوي او څه وخت سزا ورکوي.