سورت الأنعام، آیت 44

6:44

فَلَمَّا نَسُواْ مَا ذُكِّرُواْ بِهِۦ فَتَحۡنَا عَلَيۡهِمۡ أَبۡوَٰبَ كُلِّ شَيۡءٍ حَتَّىٰٓ إِذَا فَرِحُواْ بِمَآ أُوتُوٓاْ أَخَذۡنَٰهُم بَغۡتَةٗ فَإِذَا هُم مُّبۡلِسُونَ ٤٤

6-44 نو كله چې دوى هغه شى هېر كړ په څه سره چې دوى ته نصیحت شوى و، بیا نو مونږ په دوى باندې د هر شي دروازې پرانستلې تر دې چې دوى لويي وكړه، په سبب د هغه څه چې دوى ته وركړل شوي وو (،نو) مونږه دوى ناڅاپه ونیول، بيا نو دوى ناګهانه ناامېده وو

تفسیر

نو هر کله چې پریښودل دوی هغه څه چې دوی ته پرې پند ورکړ شوی و د سختې غریبۍ او مرض څخه او د الله تعالی په حکمونو باندې یې عمل ونه کړ، مونږ دوی ته مهلت ورکړ په پرانیستلو د دروازو د روزئ په دوی باندې، او په مالداره کولو د دوی سره وروسته له غریبۍ نه، او مونږ د دوی بدنونه روغ کړل وروسته د مرض نه، تر دې چې دوی تکبر وکړ، او په دوی باندې ځان ښودنه غالبه شوه د هغو خوشحالیو او نعمتونو په وجه چې دوی ته ورکړی شوی و ناڅاپه ورته زمونږ عذاب راغی، نو په دغه وخت کې دوی حیران او ناامیده شول د هغه څه نه چې دوی امیدوار وو.