وَهُوَ ٱلَّذِي جَعَلَكُمۡ خَلَٰٓئِفَ ٱلۡأَرۡضِ وَرَفَعَ بَعۡضَكُمۡ فَوۡقَ بَعۡضٖ دَرَجَٰتٖ لِّيَبۡلُوَكُمۡ فِي مَآ ءَاتَىٰكُمۡۗ إِنَّ رَبَّكَ سَرِيعُ ٱلۡعِقَابِ وَإِنَّهُۥ لَغَفُورٞ رَّحِيمُۢ ١٦٥
6-165 او دى همغه ذات دى چې تاسو يې په ځمكه كې خلیفګان( ځاى ناستي) جوړ كړئ او ستاسو ځینې يې د ځینو (نورو) له پاسه په درجو كې پورته كړل، د دې لپاره چې تاسو وازمايي په هغه څه كې چې تاسو ته يې دركړي دي، بېشكه ستا رب ډېر ژر سزا وركوونكى دى او بېشكه هغه خامخا ښه بخښونكى، بې حده مهربان دى
تفسیر
او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې ګرځولي یاست تاسو وروسته راتلونکي د هغه چا نه چې مخکې ستاسو څخه وو په ځمکه کې؛ لپاره د ابادولو د ځمکې، او پورته کړي یې دي ځینې ستاسو څخه په پیدایښت، رزق او نورو شیانو کې د ځینو نورو له پاسه په درجو سره؛ د دې لپاره چې ازمیښت وکړي په تاسو باندې په هغو نعمتونو کې چې تاسو ته یې درکړي، بیشکه رب ستا -ای پیغمبره- زر حساب والا دی، نو پس هر هغه شی چې راتلونکی وي نو هغه نیږدې دی، او یقینا الله تعالی بخښنه کوونکی دی هغه چاته چې توبه وباسي د هغه د بندګانو نه مهربانه دی په هغه باندې.