سورت الأنعام، آیت 164

6:164

قُلۡ أَغَيۡرَ ٱللَّهِ أَبۡغِي رَبّٗا وَهُوَ رَبُّ كُلِّ شَيۡءٖۚ وَلَا تَكۡسِبُ كُلُّ نَفۡسٍ إِلَّا عَلَيۡهَاۚ وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٞ وِزۡرَ أُخۡرَىٰۚ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّكُم مَّرۡجِعُكُمۡ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمۡ فِيهِ تَخۡتَلِفُونَ ١٦٤

6-164 ته ووایه: ایا زه له الله نه غیر (بل) رب ولټوم، حال دا چې هغه د هر شي رب دى، او هېڅ یو نفس (د ګناه) كسب نه كوي مګر د خپل (ځان) په ضرر يې كوي او هېڅ بار وړونكى د بل بار نه پورته كوي، بیا خاص خپل رب ته ستاسو واپس تلل دي، نو هغه به تاسو خبر كړي په هغو كارونو چې تاسو به په هغو كې اختلاف كاوه

تفسیر

ووایه -ای پیغمبره-: دې مشرکینو ته: آیا پرته له الله تعالی نه زه ولټوم (وغواړم) رب او خاص هغه پاک ذات پالوونکی د هر یو شي دی؟! نو پس هغه پالوونکی د ټولو هغو معبودانو دی چې تاسو یې پرته له هغه نه بندګي کوئ، او نه شي بارولی یو بې ګناه کس د بل چا ګناه، بیا خاص ستاسو رب ته ورګرځیدل ستاسو دي د قیامت په ورځ نو خبر به درکړي تاسو ته په هغه څه چې تاسو پکې اختلاف کړی و په دنیا کې د دین د کارونو نه.