سورت البقرة، آیت 136

2:136

قُولُوٓاْ ءَامَنَّا بِٱللَّهِ وَمَآ أُنزِلَ إِلَيۡنَا وَمَآ أُنزِلَ إِلَىٰٓ إِبۡرَٰهِـۧمَ وَإِسۡمَٰعِيلَ وَإِسۡحَٰقَ وَيَعۡقُوبَ وَٱلۡأَسۡبَاطِ وَمَآ أُوتِيَ مُوسَىٰ وَعِيسَىٰ وَمَآ أُوتِيَ ٱلنَّبِيُّونَ مِن رَّبِّهِمۡ لَا نُفَرِّقُ بَيۡنَ أَحَدٖ مِّنۡهُمۡ وَنَحۡنُ لَهُۥ مُسۡلِمُونَ ١٣٦

2-136تاسو ووايئ: مونږ پر الله ايمان راوړى دى او پر هغه څه چې مونږ ته نازل كړى شوي دي، او پر هغه څه چې ابراهيم او اسمٰعيل او اسحٰق او يعقوب او (د هغوى) اولادې ته نازل كړى شوي دي، او (مونږ ايمان راوړى دى) پر هغه څه چې موسٰى او عيسٰى ته وركړى شوي دي، او پر هغه څه چې د خپل رب له جانبه (نورو) نبيانو ته وركړى شوي دي، مونږ په دوى كې د هېڅ يو په مينځ كې فرق نه كوو، او مونږ خاص د هغه (الله) حكم منونكي يو

تفسیر

اې مومنانو! تاسو دې باطلې دعوې لرونکو یهودیانو او عیسویانو ته ووایئ: مونږ په الله تعالی او قرآن چې مونږ ته نازل شوی باور لرو او په هغه څه هم باور لرو چې په ابراهیم او د هغه پر ځامنو اسماعیل اسحاق او یعقوب علیهم السلام نازل شوي دي او باور لرو په هغه څه چې په نورو پیغمبرانو چې د یعقوب علیه السلام له اولادې څخه دي نازل شوي او باور لرو په هغه تورات چې موسی علیه السلام ته الله تعالی ورکړی ؤ او هغه انجیل چې عیسی علیه السلام ته الله تعالی ورکړی ؤ او باور لرو په هغو کتابونو چې ټولو پیغمبرانو ته الله تعالی ورکړي دي، د دوی تر منڅ هیڅ توپیر نه کوو چې پر ځینو يې باور ولرو او پر ځینو یې کفر وکړو، بلکې پر ټولو باور لرو او مونږ یوازې الله تعالی ته غاړه ایښودونکي او عاجزي کوونکي یو.