قَالَ بَلۡ سَوَّلَتۡ لَكُمۡ أَنفُسُكُمۡ أَمۡرٗاۖ فَصَبۡرٞ جَمِيلٌۖ عَسَى ٱللَّهُ أَن يَأۡتِيَنِي بِهِمۡ جَمِيعًاۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلۡعَلِيمُ ٱلۡحَكِيمُ ٨٣
12-83 هغه وویل: بلكې تاسو لپاره ستاسو نفسونو یو كار ښايسته كړى دى، نو (زما كار) صبر جمیل دى، امېد دى چې الله به ما ته هغوى ټول راولي، بېشكه هغه، هم هغه ښه پوه، ښه حكمت والا دى
تفسیر
پلار يې ورته وويل: معامله داسې نده لکه تاسو چې بيان کړه، چې هغه غلا کړې ده، بلکې نفسونو مو دا خبره درته ښايسته کړې چې دوکه ورسره وکړئ لکه مخکې مو چې د هغه له ورور يوسف سره کړې وه؛ نو زما صبر ښکلی صبر دی چې له الله پرته بل چا ته پکې شکایت نشته، ژر به الله هغوی ټول ماته راوګرځوي: يوسف، سکه ورور يې او د هغوی دواړو مشر ورور، بېشکه هغه سپېحلی ذات زما په حال ښه پوه دی، زما د امر په تدبير کې حکيم دی.