وَسۡـَٔلِ ٱلۡقَرۡيَةَ ٱلَّتِي كُنَّا فِيهَا وَٱلۡعِيرَ ٱلَّتِيٓ أَقۡبَلۡنَا فِيهَاۖ وَإِنَّا لَصَٰدِقُونَ ٨٢
12-82 او ته له هغه كلي (والو) نه تپوس وكړه، چې مونږ په كې وو او له هغې قافلې نه (هم) چې مونږ په هغې كې راغلو او بېشكه مونږ لازمًا رښتیا ویونكي یو
تفسیر
زموږ د رېښتينولۍ د ثبوت لپاره ای پلاره د هغه مصر (ښار)له خلکو پوښتنه وکړه چې پکې وو او له هغې قافلې پوښتنه وکړه چې ورسره راغلو، په هغه څه به دې خبر کړي چې موږ پرې خبر کړې، بېشکه موږ په حقه په هغه څه کې رېښتيني يو چې د هغه له غلا مو خبر کړي.