وَلَمَّا فَتَحُواْ مَتَٰعَهُمۡ وَجَدُواْ بِضَٰعَتَهُمۡ رُدَّتۡ إِلَيۡهِمۡۖ قَالُواْ يَٰٓأَبَانَا مَا نَبۡغِيۖ هَٰذِهِۦ بِضَٰعَتُنَا رُدَّتۡ إِلَيۡنَاۖ وَنَمِيرُ أَهۡلَنَا وَنَحۡفَظُ أَخَانَا وَنَزۡدَادُ كَيۡلَ بَعِيرٖۖ ذَٰلِكَ كَيۡلٞ يَسِيرٞ ٦٥
12-65 او كله چې دوى خپل سامان پرانسته، دوى خپله پنګه وموندله چې دوى ته بېرته واپس كړى شوې ده، دوى وویل: اى زمونږ پلاره! مونږ (نور) څه غواړو؟، دا زمونږ پنګه ده چې مونږ ته بېرته واپس كړى شوې ده، او مونږ به د خپل اهل لپاره غله راوړو او خپل ورور به ساتو او د یو اوښ بار به زیات راوړو، دغه (وركړه د بادشاه لپاره يا دغه اضافي پېمانه) ډېره اسانه پېمانه ده
تفسیر
کله يې چې هغه د خوراکي توکو بوجۍ پرانيستې چې راوړې يې وې، پيسې يې وموندې چې بېرته ورګرځول شوې دي، خپل پلار ته يې وويل: له دغه عزيز څخه له دې درناوي وروسته نور څه غواړو؟ دغه زموږ د خوراکي توکو پيسې دي چې عزيز له خپل لوري پر موږ د پېرزوينې له امله راګرځولې دي، خپلو کورنيو ته به خوراکي توکي راوړو، د خپل ورور به له هغه څه ساتنه وکړو چې ته پرې وېرېږې او د هغه د ملګرتيا له امله به يو اوښ بار پېمانه زياته شي، د يو اوښ بار پېمانې زياتوالی د عزيز په وړاندې آسانه کار دی.