سورت يوسف، آیت 25

12:25

وَٱسۡتَبَقَا ٱلۡبَابَ وَقَدَّتۡ قَمِيصَهُۥ مِن دُبُرٖ وَأَلۡفَيَا سَيِّدَهَا لَدَا ٱلۡبَابِۚ قَالَتۡ مَا جَزَآءُ مَنۡ أَرَادَ بِأَهۡلِكَ سُوٓءًا إِلَّآ أَن يُسۡجَنَ أَوۡ عَذَابٌ أَلِيمٞ ٢٥

12-25 او دواړو دروازې ته سره منډې شروع كړې او هغې د ده كمیس له شا طرف نه څیرې كړ او دواړه د هغې له خاوند سره دروازي ته نژدې مخامخ شول، هغې وویل: نه ده سزا د هغه چا چې ستا له اهل سره يې د بدۍ اراده وكړه مګر دا چې هغه بندي (قيد) كړى شي یا ( د هغهٔ لپاره) ډېر دردوونكى عذاب دى

تفسیر

دواړو دروازې خواته منډې کړې، يوسف د دې لپاره چې ځان وژغوري او هغې د دې لپاره چې د يوسف د وتلو مخه ونيسي، هغې يوسف تر کميس ونيوه تر څو يې له وتلو راوګرځوي، چې د شا لخوا يې څيرې کړ، دواړو د هغې مېړه له دروازې سره وموند، د عزيز مېرمنې د چل کوونکې په توګه عزيز ته وويل: چا چې ستا له مېرمنې سره د ناروا کړنې هوډ کړی وي ای عزيزه! د هغه سزا به نه وي مګر بندخونه او يا دا چې دردوونکې سزا ورکړل شي.