وَلَا يَحۡزُنكَ قَوۡلُهُمۡۘ إِنَّ ٱلۡعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًاۚ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡعَلِيمُ ٦٥
10-65 او د دوى وینا دې تا غمژن نه كړي، بېشكه عزت ټول خاص د الله لپاره دى، هم هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى
تفسیر
ای رسوله! د دغو خلکو په طعنه او په دين کې عيب ويلو مه غمجنېږه، بېشکه برلاسي او غلبه ټول الله لره دي، هيڅ شی يې نشي بې وسې کولی، هغه د هغوی د ويناوو اورېدونکی دی، پر کړنو يې ښه پوه دی او ژر به هغوی ته پرې سزا ورکړي.