سورت يونس، آیت 49

10:49

قُل لَّآ أَمۡلِكُ لِنَفۡسِي ضَرّٗا وَلَا نَفۡعًا إِلَّا مَا شَآءَ ٱللَّهُۗ لِكُلِّ أُمَّةٍ أَجَلٌۚ إِذَا جَآءَ أَجَلُهُمۡ فَلَا يَسۡتَـٔۡخِرُونَ سَاعَةٗ وَلَا يَسۡتَقۡدِمُونَ ٤٩

10-49 ته (دوى ته) ووایه: زه د خپل ځان لپاره نه د هېڅ ضرر او نه د هېڅ فايدې مالك یم مګر هغه چې الله يې وغواړي، د هر امت لپاره یوه نېټه ده (،نو) كله چې د دوى نېټه راشي، نو دوى به نه یوه ګړۍ وروسته كېږي او نه مخكې كېږي

تفسیر

ای رسوله! ورته ووايه: زه خپل ځانته د کوم زيان واک نلرم چې زيان ور ورسوم او نه يې ترې مخه نيولی شم، نه د کومې ګټې چې ګټه ور ورسوم؛ نو څنګه به له ځان پرته بل ته د ګټې او يا د هغه د زيان واک ولرم؟ خو دا چې الله له دغه څه وغواړي؛ نو څنګه به زه پر پټو پوه شم؟ له امتونو د هر هغه امت لپاره چې الله يې د تباهۍ ژمنه کړې ده د هغوی د تباهي يو ټاکلی وخت دی، يوازې الله پرې پوهيږي، کله يې چې د تباهۍ وخت راشي، له هغه به هيڅ وخت وروسته نشي او نه به مخکې شي.