وَيَوۡمَ يَحۡشُرُهُمۡ كَأَن لَّمۡ يَلۡبَثُوٓاْ إِلَّا سَاعَةٗ مِّنَ ٱلنَّهَارِ يَتَعَارَفُونَ بَيۡنَهُمۡۚ قَدۡ خَسِرَ ٱلَّذِينَ كَذَّبُواْ بِلِقَآءِ ٱللَّهِ وَمَا كَانُواْ مُهۡتَدِينَ ٤٥
10-45 او هغه ورځ چې هغه (الله) به دوى راجمع كړي، په دې حال كې چې لكه دوى (په دنيا كې) نه وو اوسېدلي مګر د ورځې یوه ګړۍ، دوى به په خپل مینځ كې یو بل پېژني، یقینًا هغه كسان تاوانیان شول چې د الله د ملاقات تكذیب يې كړى و او دوى هدایت موندونكي نه وو
تفسیر
کله چې الله د قيامت په ورځ خلک د خپل حساب لپاره را پاڅوي، داسې به وي ګواکې هغوی د دنيا او برزخ په ژوند کې يې د ورځې يوه ګړۍ تېره کړې ده نه زيات، ځينې به ځينې پکښې وپېژني، بيا به يې پېژندګلوي د قيامت د سختو حالاتو د ليدو له امله ختمه شي، زيان وکړ هغو کسانو چې د قيامت په ورځ له خپل پالونکي سره مخامخ کېدل يې درواغ ګڼل او د بېرته راڅېدو پر ورځ په دنيا کې باور کوونکي نه وو، ترڅو له زيان خوندي شوي وای.