سورت يونس، آیت 43

10:43

وَمِنۡهُم مَّن يَنظُرُ إِلَيۡكَۚ أَفَأَنتَ تَهۡدِي ٱلۡعُمۡيَ وَلَوۡ كَانُواْ لَا يُبۡصِرُونَ ٤٣

10-43 او ځینې په دوى كې هغه كسان دي چې تا ته ګوري، ایا نو ته ړندو ته لار ښودلى شې اګر كه هغوى لیدل هم نه كوي

تفسیر

ای رسوله! له مشرکانو ځينې په سرسري کتلو درته ګوري نه په خپل بصيرت سره، آيا ته هغوکسانو ته د ليدو توان ورکولی شې چا چې خپلې سترګې له لاسه ورکړې وي؟! بېشکه ته دغه نشې کولئ، همدارنګه هغه چاته لارښوونه نشې کولئ چې بصيرت نلري.