سورت طه، آیت 94

20:94

قَالَ يَبۡنَؤُمَّ لَا تَأۡخُذۡ بِلِحۡيَتِي وَلَا بِرَأۡسِيٓۖ إِنِّي خَشِيتُ أَن تَقُولَ فَرَّقۡتَ بَيۡنَ بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ وَلَمۡ تَرۡقُبۡ قَوۡلِي ٩٤

20-94 ده وویل: اى زما د مور زویه! ته مه زما ږېره نیسه او مه زما سره، بېشكه زه ووېرېدم له دې نه چې ته به وايې چې تا د بني اسرائیلو په مینځ كې بېلتون واچاوه او زما خبرې ته دې ونه كتل

تفسیر

او هر کله چې موسی-علیه السلام- د خپل ورور ږېره او د سر وېښتان ونېول او خپل ځان طرف ته یې راکش کړ په داسې حال کې چې انکار کوونکی و په هغه باندې د هغه د دې کار په وجه؛ هارون -علیه السلام- ورته وویل په داسې حال کې چې د هغه نه یې د مهربانۍ او نرمۍ غوښتنه کوله: زما ږېره او د سر ویختان مه نېسه، ځکه زما سره یو عذر شته زما د پاتي کېدلو د هغوی سره، نو بېشکه زه ویرېدلم که دوی یواځې پريږدم نو دوی به یو بل سره اختلاف پیداکړي، نو ته به بېا وایې: تا د دوی ترمنځ اختلاف پیداکړی، او د دوی باره کې دې زما وصیت نه دی ساتلی.