أَتَّخَذۡنَٰهُمۡ سِخۡرِيًّا أَمۡ زَاغَتۡ عَنۡهُمُ ٱلۡأَبۡصَٰرُ ٦٣
38-63 ایا مونږ هغوى په مسخرو سره نیولې وو، یا كه له هغوى نه زمونږ سترګې كږې شوې دي؟
تفسیر
آیا په هغوی زمونږ ملنډې او ټوکې نا سمې وې نو د عذاب وړ نشو، او که زمونږ ملنډې سمې وې، او اور ته ننوتي خو زمونږ سترګې پرې نه دي لګېدلي.