Rabbi zidni 'ilma

ژباړه: Pashto Translation - Abu Zakaria

فَتَعَٰلَى ٱللَّهُ ٱلۡمَلِكُ ٱلۡحَقُّۗ وَلَا تَعۡجَلۡ بِٱلۡقُرۡءَانِ مِن قَبۡلِ أَن يُقۡضَىٰٓ إِلَيۡكَ وَحۡيُهُۥۖ وَقُل رَّبِّ زِدۡنِي عِلۡمٗا ١١٤

20-114 نو اوچت دى الله حق بادشاه دى او ته په (لوستلو د) قرآن سره تلوار مه كوه مخكې له دې چې تا ته د ده وحي پوره كړى شي او ته وایه: اى زما ربه ما ته (زما) په علم كې زیاتوالى راكړې

تفسیر

نو اوچت دی الله تعالی او پاک دی، بادشاه دی هغه ذات چې هغه لره بادشاهي د هر یو شي ده، هغه ذات چې هغه حق دی او وینا یې هم حقه ده، اوچت او پاک دی د هغو صفاتو نه چې مشرکین یې ورله بیانوي، او ته تلوار مه کوه -ای پېغمبره- د قران کرېم په لوستلو د جبرېل سره وړاندې لدې چې هغه یې تاته تمام کړي، او ووایه: ای زما ربه! زیاته کړې مالره پوه د هغې پوهې سربیره چې تا راکړې ده.

ټول سورت طه ولولئ

پوښتنې

Rabbi zidni 'ilma په قرآن کریم کې چېرته دی؟

Rabbi zidni 'ilma په سورت طه، 20:114 کې دی.