سورت ق، آیت 22

50:22

لَّقَدۡ كُنتَ فِي غَفۡلَةٖ مِّنۡ هَٰذَا فَكَشَفۡنَا عَنكَ غِطَآءَكَ فَبَصَرُكَ ٱلۡيَوۡمَ حَدِيدٞ ٢٢

50-22 یقینًا یقینًا ته له دې (ورځې) نه په غفلت كې وې، نو مونږ له تا نه ستا پرده لرې كړه، نو ستا نظر نن ورځ ډېر تېز دى

تفسیر

او دغه راوستل شوي انسان ته به وويل شي: پرته له شکه ته په دنيا کې له دغې ورځې په بې پروايی کې وې ځکه ته د خپلو نفسي غوښتنو او خوندونو له امله په دوکه کې وې، نو له تا څخه مو دې بې پروايي لرې کړه د عذاب او سختۍ په ليدلو سره، نو نن دې نظر داسې تېز دی چې هغه څه پرې درک کولای شې چې ترې بې پروا وې.