وَٱذۡكُرۡ فِي ٱلۡكِتَٰبِ إِبۡرَٰهِيمَۚ إِنَّهُۥ كَانَ صِدِّيقٗا نَّبِيًّا ٤١
19-41 او په كتاب كې ابراهیم یاد كړه، بېشكه دى ډېر رېښتینى (او) نبي و
تفسیر
او یاد کړه -ای پیغمبره- په قرآن کریم کې -کوم چې په تا باندې نازل شوی- قصه د ابراهیم -علیه السلام-، یقینا دا ډیر ریښتیا ویونکی و او تصدیق کوونکی د الله تعالی په ایتونو باندې، او پیغمبر و د الله تعالی له طرفه.