سورت لقمان، آیت 6

31:6

وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يَشۡتَرِي لَهۡوَ ٱلۡحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ بِغَيۡرِ عِلۡمٖ وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًاۚ أُوْلَٰٓئِكَ لَهُمۡ عَذَابٞ مُّهِينٞ ٦

31-6 او په خلقو كې ځینې هغه څوك دي چې عبثې خبرې اخلي، د دې لپاره چې بې له علمه د الله له لارې نه (خلق) ګمراه كړي او دغه (لاره) مَسخره جوړه كړي، دغه كسان چې دي، د دوى لپاره سپكوونكى عذاب دى

تفسیر

او ځینې خلک -لکه النضر بن الحارث- هغه دي چې چټي خبرې غوره ګڼي چې په هغې سره د الله د دین څخه په ناپوهۍ سره خلک واړوي، او د الله آیتونه په ټوکو ونیسي او ملنډې پرې ووهي، د دې صفتونو لرونکو لپاره په آخرت کې رسوا کوونکی عذاب دی.