أَلَمۡ يَأۡتِكُمۡ نَبَؤُاْ ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِكُمۡ قَوۡمِ نُوحٖ وَعَادٖ وَثَمُودَ وَٱلَّذِينَ مِنۢ بَعۡدِهِمۡ لَا يَعۡلَمُهُمۡ إِلَّا ٱللَّهُۚ جَآءَتۡهُمۡ رُسُلُهُم بِٱلۡبَيِّنَٰتِ فَرَدُّوٓاْ أَيۡدِيَهُمۡ فِيٓ أَفۡوَٰهِهِمۡ وَقَالُوٓاْ إِنَّا كَفَرۡنَا بِمَآ أُرۡسِلۡتُم بِهِۦ وَإِنَّا لَفِي شَكّٖ مِّمَّا تَدۡعُونَنَآ إِلَيۡهِ مُرِيبٖ ٩
14-8 ایا تاسو ته د هغو خلقو خبر نه دى راغلى چې له تاسو نه مخكې وو، چې د نوح قوم او عادیان او ثمودیان وو او هغه كسان چې له دوى نه پس وو، چې يواځې الله پر هغو عالم دى، دوى ته خپلو رسولانو ښكاره دلیلونه راوړي وو، نو دوى خپل لاسونه خپلو خولو ته وګرځول او ويې ويل: بېشكه مونږ كافران شوي یو پر هغه څه چې تاسو په هغه سره رالېږل شوي یئ او بېشكه مونږ یقینًا د هغه څه باره كې چې تاسو مونږ هغهٔ ته بلئ په اضطراب اچوونكي شك كې یو
تفسیر
ای کافرانو! له تاسو مخکې د درواغ ګڼونکو امتونو د تباهۍ خبر ندی درته راغلی: د نوح د قوم، د هود د قوم عاد، د صالح د قوم ثمود او هغو امتونو چې له هغوی وروسته راغلي، ډېر دي چې يوازې الله يې شمېرلی شي؟ هغوی ته يې رسولان له څرګندو دلائلو سره راغلل، لاسونه په خولو کې کښېښودل پر رسولانو يې د غوسې له امله یې په خپلو ګوتو خولې لګولې او رسولانو ته يې وويل: موږ پر هغه څه کفر کړی چې تاسو ورسره رالېږل شوي ياست او په تردد اچوونکي شک يو له هغه څه چې تاسو مو وربولئ.