۞ قَالَتۡ رُسُلُهُمۡ أَفِي ٱللَّهِ شَكّٞ فَاطِرِ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۖ يَدۡعُوكُمۡ لِيَغۡفِرَ لَكُم مِّن ذُنُوبِكُمۡ وَيُؤَخِّرَكُمۡ إِلَىٰٓ أَجَلٖ مُّسَمّٗىۚ قَالُوٓاْ إِنۡ أَنتُمۡ إِلَّا بَشَرٞ مِّثۡلُنَا تُرِيدُونَ أَن تَصُدُّونَا عَمَّا كَانَ يَعۡبُدُ ءَابَآؤُنَا فَأۡتُونَا بِسُلۡطَٰنٖ مُّبِينٖ ١٠
14-9 د دوى رسولانو وویل: ایا د الله په باره كې شك دى، چې د اسمانونو او ځمكې پیدا كوونكى دى؟ هغه تاسو رابلي، د دې لپاره چې تاسو لپاره ستاسو څه ګناهونه وبخښي او تاسو مقررې نېټې ته وروسته كړي، دوى وویل: نه یئ تاسو مګر زمونږ په شان انسان، تاسو غواړئ چې مونږ له هغه څه نه منع كړئ چې زمونږ پلرونو يې عبادت كاوه، نو (بيا خو) تاسو مونږ ته ښكاره دلیل(معجزه) راوړئ
تفسیر
رسولانو هغوی ته د ځواب ورکوونکو په توګه وويل: آيا د الله په توحيد او هغه ته په يوازې عبادت کولو کې شک دی، هغه د آسمانونو پيداکوونکی او د ځمکې پيداکوونکی دی او پرته له مخکينۍ بېلګې يې رامنځته کوونکی دی؟ ايمان ته مو رابولي تر څو له تاسو مو پخواني ګناهونه ختم کړي، وروسته کوي مو ستاسو د بشپړ اخېستو تر وخته چې ستاسو د دنيا په ژوند کې نېټې درته ټاکل شوې دي، قومونو يې ورته وويل: تاسو نه يئ مګر زموږ غوندې انسانان، تاسو لره پر موږ کوم غوراوی نشته، تاسو د هغه څه له عبادته زموږ راګرځول غواړئ چې زموږ پلرونو يې عبادت کوی، څرګند دليل راوړئ چې ستاسو پر رېښتينولۍ دلالت کوي په هغه دعوی کې چې کوئ يې چې تاسو د الله له لوري موږ ته رسولان ياست.