وَإِذۡ قَالَ إِبۡرَٰهِيمُ رَبِّ ٱجۡعَلۡ هَٰذَا ٱلۡبَلَدَ ءَامِنٗا وَٱجۡنُبۡنِي وَبَنِيَّ أَن نَّعۡبُدَ ٱلۡأَصۡنَامَ ٣٥
14-35 او (یاد كړه) هغه وخت چې ابراهیم وویل: اى زما ربه! ته دا ښار د امن والا وګرځوه او ما او زما زامن د بتانو له عبادت نه لرې وساته
تفسیر
ای رسوله! ياد کړه هغه وخت، کله چې ابراهيم وويل وروسته تردې چې د مکې په ناو کې يې خپل زوی اسماعيل او د هغه مور هاجره ځای پرځای کړل: ای زما پالونکيه! دغه ښار چې ما مې خپله کورنۍ پکې واوسوله چې هغه مکه ده د ډاډ ښار وګرځوه، چې وينه پکې تويې نشي او نه پر چا پکې تېری وشي، ما او اولاد مې د بتانو له عبادته لرې کړه.