سورت هود، آیت 77

11:77

وَلَمَّا جَآءَتۡ رُسُلُنَا لُوطٗا سِيٓءَ بِهِمۡ وَضَاقَ بِهِمۡ ذَرۡعٗا وَقَالَ هَٰذَا يَوۡمٌ عَصِيبٞ ٧٧

11-77 او كله چې زمونږ استازي (ملايك) لوط ته راغلل، نو دى پر هغوى غمجن شو او د دوى (د راتلو) په وجه يې سینه تنګه شوه او ويې ويل: دا ډېره سخته ورځ ده

تفسیر

کله چې پرېښتې لوط عليه السلام ته د سړيو په څېرو کې راغلې د هغوی راتګ يې خوښ نه شو او سينه (زړه) يې د خپل هغه قوم څخه پر هغوی د وېرې له امله تنګ شو چې د ښخو پرځای سړيو ته د خپلو غوښتو پوره کولو لپاره راځي او لوط عليه السلام وويل: دا سخته ورځ ده ځکه هغه ګومان کوي چې هغوی به يې پر مېلمنو برلاسي شي.