سورت هود، آیت 29

11:29

وَيَٰقَوۡمِ لَآ أَسۡـَٔلُكُمۡ عَلَيۡهِ مَالًاۖ إِنۡ أَجۡرِيَ إِلَّا عَلَى ٱللَّهِۚ وَمَآ أَنَا۠ بِطَارِدِ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْۚ إِنَّهُم مُّلَٰقُواْ رَبِّهِمۡ وَلَٰكِنِّيٓ أَرَىٰكُمۡ قَوۡمٗا تَجۡهَلُونَ ٢٩

11-29 او اى زما قومه! زه له تاسو نه په دغه (تبلیغ) باندې مال نه غواړم، زما اجر يواځې په الله باندې دى او زه د هغو كسانو شړونكى نه یم چې ایمان يې راوړى دى، بېشكه دوى له خپل رب سره ملاقات كوونكي دي او لېكن زه تاسو وینم داسې قوم چې جهالت كوئ

تفسیر

ای زما قومه! زه له تاسو څخه د رسالت په رسوونه مال نه غواړم، زما بدله يوازې پر الله ده، زه له خپل مجلس څخه د هغو بېوزلو مؤمنانو لرې کوونکی نه يم چې تاسو يې شړل غوښتي دي، د قيامت په ورځ هغوی له خپل پالونکي سره مخامخ کېدونکي دي، هغه يې د ايمان بدله ورکوونکی دی، خو زه وينم تاسو يو داسې قوم ياست چې د دغې بلنې پرحقيقت نه پوهېږئ کله چې د کمزورو مؤمنانو شړل غواړئ.