ٱلَّذِينَ يَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ وَيَبۡغُونَهَا عِوَجٗا وَهُم بِٱلۡأٓخِرَةِ هُمۡ كَٰفِرُونَ ١٩
11-19 هغه كسان چې د الله له لارې نه منع كول كوي او په هغې (لاره) كې كوږوالى لټوي او له اخرت نه انكار كوونكي (هم) همدوى دي
تفسیر
هغه کسان چې خلک د الله له نېغې لارې راګرځوي، د نېغوالي په بدل کې په لاره کې يې کوږوالی لټوي تر څو هيڅوک پرې ولاړ نشي، هغوی له مرګ وروسته په بيا راپاڅېدلو کفر کوي او له هغه انکار کوي.