فَوَقَىٰهُ ٱللَّهُ سَيِّـَٔاتِ مَا مَكَرُواْۖ وَحَاقَ بِـَٔالِ فِرۡعَوۡنَ سُوٓءُ ٱلۡعَذَابِ ٤٥
40-45 نو الله هغه د دوى د مكرونو له بديو نه بچ وساته او (پخپله) اٰل فرعون ډېر سخت عذاب ګېركړل
تفسیر
نو الله د هغوی له بد چل څخه وساتلو کله چې هغوی يې د وژلو اراده وکړه او د فرعون پر کورنۍ د ډوبېدو سزا را چاپېره شوه، نو الله هغه او په دنيا کې ټول د هغه لښکر ډوب کړل.