فَسَتَذۡكُرُونَ مَآ أَقُولُ لَكُمۡۚ وَأُفَوِّضُ أَمۡرِيٓ إِلَى ٱللَّهِۚ إِنَّ ٱللَّهَ بَصِيرُۢ بِٱلۡعِبَادِ ٤٤
40-44 پس ژر ده چې تاسو به دغه خبرې يادوئ چې زه يې تاسو ته (اوس) وایم. او زه خپل كار الله ته سپارم، بېشكه الله (خپلو) بنده ګانو لره ښه لیدونكى دى
تفسیر
هغوی يې نصيحتونه رد کړل، نو هغه وويل: ژر دی چې هغه نصيحتونه به ياد کړئ چې ما درته وړاندې کړي دي او د هغه په نه منلو به پښېمانه شئ، او زه مې خپلې ټولې چارې يوازې الله ته سپارم، له شک پرته له الله د خپلو بندګانو له کړنو هيڅ هم پټ نه دي.