سورت غافر، آیت 34

40:34

وَلَقَدۡ جَآءَكُمۡ يُوسُفُ مِن قَبۡلُ بِٱلۡبَيِّنَٰتِ فَمَا زِلۡتُمۡ فِي شَكّٖ مِّمَّا جَآءَكُم بِهِۦۖ حَتَّىٰٓ إِذَا هَلَكَ قُلۡتُمۡ لَن يَبۡعَثَ ٱللَّهُ مِنۢ بَعۡدِهِۦ رَسُولٗاۚ كَذَٰلِكَ يُضِلُّ ٱللَّهُ مَنۡ هُوَ مُسۡرِفٞ مُّرۡتَابٌ ٣٤

40-34 او یقینًا یقینًا تاسو ته له ده نه مخكې یوسف په واضحو دلیلونو سره راغلى و، نو تاسو د هغه څه په باره كې چې تاسو ته هغه راوړى و؛ تل په شك كې وئ، تر هغه پورې چې كله هغه مړ شو، تاسو وویل: له ده نه وروسته به الله له سره هېڅ رسول راونه لېږي، همداسې الله ګمراه كوي هغه چا لره چې هغه له حده تېرېدونكى، شك كوونكى دى

تفسیر

او په رېښتيا له موسی مخکې يوسف د الله پر يووالي له څرګندو دليلو سره درته راغی، تاسو تل په شک او د هغه څه په اړه په درواغ ګڼلو کې ياستی چې درته راغلي دي، آن تردې چې کله هغه وفات شو شک او تردد مو لا زيات شو او ومو ويل: له هغه وروسته هيڅکله الله بل رسول نه راليږي. له حقه ستاسو د دغې لارورکۍ غوندې الله هر هغه څوک لارورکی کوي چې د الله له پولو اوړي چې د هغه په يووالي کې شک کوونکی وي.