سورت غافر، آیت 3

40:3

غَافِرِ ٱلذَّنۢبِ وَقَابِلِ ٱلتَّوۡبِ شَدِيدِ ٱلۡعِقَابِ ذِي ٱلطَّوۡلِۖ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَۖ إِلَيۡهِ ٱلۡمَصِيرُ ٣

40-3 د ګناهونو بخښونكى او د توبې قبلوونكى دى، ډېر سخت عذاب والا د لوى فضل والا دى، نشته دى هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، خاص هم ده ته بېرته ورتله دي

تفسیر

د ګناهکارو د ګناهونو بښونکی، له بندګانو يې چې څوک توبه وباسي د هغو توبه منونکی، او څوک يې چې له ګناهونو توبه نه وباسي د هغو لپاره سخت عذاب ورکوونکی، د ښېګڼې او فضل څښتن، له هغه پرته بل په حقه معبود نشته، د قيامت په ورځ يوازې همغه د پناه ځای دی، نو هغوی ته به د هغه څه بدله ورکړي چې وړ يې دي.