سورت فاطر، آیت 9

35:9

وَٱللَّهُ ٱلَّذِيٓ أَرۡسَلَ ٱلرِّيَٰحَ فَتُثِيرُ سَحَابٗا فَسُقۡنَٰهُ إِلَىٰ بَلَدٖ مَّيِّتٖ فَأَحۡيَيۡنَا بِهِ ٱلۡأَرۡضَ بَعۡدَ مَوۡتِهَاۚ كَذَٰلِكَ ٱلنُّشُورُ ٩

35-9 او الله هغه ذات دى چې بادونه رالېږي،پس هغه (بادونه) ورېځې راپورته كوي، بیا مونږ هغه (ورېځ) مړ ښار ته بوځو، بیا په هغې سره ځمكه راژوندۍ كړو، د هغې له مرګ نه پس، همداسې به وي بیا ژوندي پورته كول

تفسیر

او الله هغه ذات دی چې بادونه يې لېږلي، دغو بادونو ورېځو ته خوځښت ورکړی، او ورېځې مو داسې ښار ته چلولې دي چې هلته شينګيا نشته، نو د هغو په اوبو مو ځمکه د هغې له وچ والي وروسته د شينګيوو په راټوکولورا ژوندۍ کړې ده، لکه څنګه مو چې دغه ځمکه د هغې له مړينې وروسته په هغې کې د شينګيوو په اېښودلو سره ژوندۍ کړې ده، همدارنګه به د قيامت په ورځ د مړو بېرته را ژوندي کول وي.