سورت فاطر، آیت 6

35:6

إِنَّ ٱلشَّيۡطَٰنَ لَكُمۡ عَدُوّٞ فَٱتَّخِذُوهُ عَدُوًّاۚ إِنَّمَا يَدۡعُواْ حِزۡبَهُۥ لِيَكُونُواْ مِنۡ أَصۡحَٰبِ ٱلسَّعِيرِ ٦

35-6 بېشكه شیطان هم ستاسو دښمن دى، نو تاسو هغه دښمن وګڼئ، یقینًا همدا خبره ده چې هغه خپله ډله رابلي، د دې لپاره چې دوى له دوزخیانو ځنې شي

تفسیر

ای خلکو! له شک پرته شيطان ستاسو لپاره په تلپاتې دښمنۍ دښمن دی، نو هغه په دښمنۍ ونيسئ چې له هغه سره د جګړې التزام وکړئ، بېشکه هغه خپل پيروان پر الله کفر ته رابولي، تر څو يې د قيامت په ورځ پايله لمبه وهونکي اور ته ننوتل شي.