سورت فاطر، آیت 5

35:5

يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِنَّ وَعۡدَ ٱللَّهِ حَقّٞۖ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ ٱلۡحَيَوٰةُ ٱلدُّنۡيَا وَلَا يَغُرَّنَّكُم بِٱللَّهِ ٱلۡغَرُورُ ٥

35-5 اى خلقو! بېشكه د الله وعده حقه ده، نو تاسو دې دنيايي ژوند له سره غره (دوكه) نه كړي او تاسو دې ډېر غره (دوكه) كوونكى د الله په باره كې له سره غره نه كړي

تفسیر

ای خلکو! له شک پرته د قيامت په ورځ د بېرته را پورته کولو او جزا په اړه د الله ژمنه حق ده چې هيڅ شک پکې نشته، نو د دنيا د ژوند خوندونه او د هغې هوسونه دې د دغې ورځې لپاره په نېک عمل کولو تاسو له چمتووالي څخه دوکه نه کړي، او نه مو دې شیطان د باطل په ښايسته کولو او د دنيا ژوند ته په مخ اړولو تاسو په دوکه کې واچوي.