قُلۡ أَرَءَيۡتُمۡ شُرَكَآءَكُمُ ٱلَّذِينَ تَدۡعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ أَرُونِي مَاذَا خَلَقُواْ مِنَ ٱلۡأَرۡضِ أَمۡ لَهُمۡ شِرۡكٞ فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ أَمۡ ءَاتَيۡنَٰهُمۡ كِتَٰبٗا فَهُمۡ عَلَىٰ بَيِّنَتٖ مِّنۡهُۚ بَلۡ إِن يَعِدُ ٱلظَّٰلِمُونَ بَعۡضُهُم بَعۡضًا إِلَّا غُرُورًا ٤٠
35-40 (اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: ایا تاسو خپل شریكان لیدلي دي هغه چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، تاسو ما ته وښیئ چې دوى له ځمكې څخه څه پیدا كړي دي، یا د دوى لپاره په اسمانونو كې څه شراكت (او برخه) شته؟ یا مونږ دوى ته څه كتاب وركړى دى، نو دوى له هغه نه په پاخه دلیل باندې (ولاړ) دي؟ بلكې ظالمان (چې دي) د دوى ځینې د ځینو نورو سره وعده نه كوي مګر د دوكې
تفسیر
ای رسوله! دغو مشرکانو ته ووايه: له خپلو هغو شريکانو مو خبر راکړئ چې تاسو يې له الله پرته بندګي کوئ، له ځمکې يې څه پيداکړي دي؟ آيا غرونه يې پيداکړي؟ يا يې د هغې نهرونه پيداکړي؟ يا يې د هغې ژوي پيداکړي؟ او يا هغوی د آسمانونو په پيدايښت کې له الله سره شريکان دي؟ او يا مو هغوی ته داسې کتاب ورکړی چې په هغې کې د غیرالله دعبادت صحت[جواز] د پاره دلیل وي؟ له دغه هيڅ نه دي حاصل، بلکې د کفر او ګناهونو له امله پرځانو ظلم کوونکي ځينې يې ځينو ته يوازې د دوکې ژمنه ورکوي.