إِنَّ ٱللَّهَ عَٰلِمُ غَيۡبِ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۚ إِنَّهُۥ عَلِيمُۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ ٣٨
35-38 بېشكه چې الله د اسمانونو او ځمكې د غیبو عالم دى، بېشكه هغه د سینو په خبرو ښه پوهېدونكى دى
تفسیر
بېشکه الله د آسمانونو او ځمکې پر پټو پوه دی، له هغه هيڅ نه پاتې کيږي، بېشکه پر هغه څه ښه پوه دی چې د بندګانو په سينو کې يې کوم خير او شر دی.