سورت فاطر، آیت 36

35:36

وَٱلَّذِينَ كَفَرُواْ لَهُمۡ نَارُ جَهَنَّمَ لَا يُقۡضَىٰ عَلَيۡهِمۡ فَيَمُوتُواْ وَلَا يُخَفَّفُ عَنۡهُم مِّنۡ عَذَابِهَاۚ كَذَٰلِكَ نَجۡزِي كُلَّ كَفُورٖ ٣٦

35-36 او هغه كسان چې كافران شوي دي، د دوى لپاره د جهنّم اور دى، په دوى به نه ( د بل مرګ) فیصله كېږي، پس چې دوى مړه شي او نه به له دوى نه د دغه (جهنّم) له عذاب نه كمى كولى شي، همداسې مونږ هر ډېر ناشكره ( بې ایمانه) ته بدله وركوو

تفسیر

او هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی هغوی لره د دوزخ اور دی تل به پکې اوسيږي، نه به د مرګ پرېکړه پرې کيږي چې مړه شي او له عذابه په آرام شي، او نه به د دوزخ له اوره څه ترې سپکيږي، د دغې جزا غوندې موږ د قيامت په ورځ د الله د نعمتونو منکرینو ته جزا ورکوو.