سورت الزمر، آیت 44

39:44

قُل لِّلَّهِ ٱلشَّفَٰعَةُ جَمِيعٗاۖ لَّهُۥ مُلۡكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۖ ثُمَّ إِلَيۡهِ تُرۡجَعُونَ ٤٤

39-44 ته (دوى ته) ووایه: شفاعت ټول خاص د الله په اختیار كې دى،خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، بیا به تاسو خاص هغه ته بېرته بېول كېږئ

تفسیر

ای رسوله! دغو مشرکانو ته ووایه: يوازې الله لره ټوله سپارښتنه ده، د هغه له اجازې پرته هيڅوک سپارښتنه نه شي کولای، او يوازې هغه څوک به سپارښتنه کوي چې يې ورته خوښه وي، يوازې هغه لره د اسمانونو او ځمکې پاچايي ده، بيا يوازې همغه ته د قيامت په ورځ د حساب او بدلې لپاره ورګرځول کېږئ، نو پرکړنو به مو بدله درکړي.