وَلَقَدۡ ضَرَبۡنَا لِلنَّاسِ فِي هَٰذَا ٱلۡقُرۡءَانِ مِن كُلِّ مَثَلٖ لَّعَلَّهُمۡ يَتَذَكَّرُونَ ٢٧
39-27 او یقینًا یقینًا مونږ د خلقو لپاره په دې قرآن كې هر قسمه مثال بیان كړى دى، د دې لپاره چې دوى نصیحت واخلي
تفسیر
او بېشکه مونږ خلکو ته په دې قرآن کې چې پر محمد صلی الله علیه وسلم نازل کړی شوی ډول ډول د خیر او شر، حق او باطل، ایمان او کفر او داسې نور مثالونه بیان کړي؛ په دې هیله چې عبرت ترې واخلي، نو په حق عمل وکړي او باطل پرېږدي.