سورت الطور، آیت 48

52:48

وَٱصۡبِرۡ لِحُكۡمِ رَبِّكَ فَإِنَّكَ بِأَعۡيُنِنَاۖ وَسَبِّحۡ بِحَمۡدِ رَبِّكَ حِينَ تَقُومُ ٤٨

52-48 نو ته د خپل رب حكم ته صبر كوه، پس بېشكه ته زمونږ د سترګو په وړاندې يې او ته د خپل رب له ستاينې سره تسبیح وایه كله چې ته پاڅېږې

تفسیر

او ای رسوله! د خپل پالونکي پر پرېکړه او شرعي حکم صبر کوه، ځکه ته زموږ د سترګو په وړاندې او ساتنه کې يې، او د خپل پالونکی په ستاينه دې هغه مهال پاکي بيانوه کله چې له خوبه پاڅېږې.