سورت التوبة، آیت 83

9:83

فَإِن رَّجَعَكَ ٱللَّهُ إِلَىٰ طَآئِفَةٖ مِّنۡهُمۡ فَٱسۡتَـٔۡذَنُوكَ لِلۡخُرُوجِ فَقُل لَّن تَخۡرُجُواْ مَعِيَ أَبَدٗا وَلَن تُقَٰتِلُواْ مَعِيَ عَدُوًّاۖ إِنَّكُمۡ رَضِيتُم بِٱلۡقُعُودِ أَوَّلَ مَرَّةٖ فَٱقۡعُدُواْ مَعَ ٱلۡخَٰلِفِينَ ٨٣

9-83 نو كه الله ته بېرته راوستې په دوى كې یوې ډلې ته، بیا دوى له تا نه (بلې غزا ته) د وتلو اجازت وغواړي، نو ته (ورته) ووایه: تاسو به له سره ونه وځئ (جهاد ته) زما سره، هېڅكله، او له سره به زما په ملګرتیا كې د كوم دښمن سره جنګ ونه كړئ، هېڅكله، بېشكه تاسو مخكې ځلې پر ناسته راضي شوي وئ، نو (اوس) ناست اوسئ د وروسته پاتې كېدونكو (ښځو، ماشومانو او عاجزو سړیو) سره

تفسیر

ای پېغمبره! که چېرې ته الله تعالی د منافقانو یوې ډلې ته چې په منافقت کلک دي راوګرځولی، او له تا څخه یې بلې غزا ته له تا سره د وتلو اجازه وغوښتله، نو ته ورته ووایه چې -ای منافقانو- هېڅکله هم له ما سره د الله تعالی په لار کې د جهاد لپاره مه وځئ، دا سزا ده تاسو لپاره، او لدې کبله چې ستاسو په شتون کې له ډېرو تاوانونو او فساد څخه ځانونه وژغورو، پس تاسو د تبوک په غزا کې په پاتې کېدو او ناستو خوښ واست، نو اوس هم تاسو د پاتې شوو کسانو لکه ناروغان، ښځو او کوچنیانو سره پاتې شئ.