إِن تُصِبۡكَ حَسَنَةٞ تَسُؤۡهُمۡۖ وَإِن تُصِبۡكَ مُصِيبَةٞ يَقُولُواْ قَدۡ أَخَذۡنَآ أَمۡرَنَا مِن قَبۡلُ وَيَتَوَلَّواْ وَّهُمۡ فَرِحُونَ ٥٠
9-50 كه تا ته څه ښیګڼه (او برى) درورسیږي (، نو) هغه دوى خفه كوي، او كه چېرې تا ته څه مصیبت در ورسیږي (نو) دوى وايي: یقینًا مونږ خپل كار ( د احتیاط) له مخكې نه نیولى و او واپس كېږي، په داسې حال كې چې دوى (ستا په مصیبت) ډېر خوشحاله وي
تفسیر
-ای پېغمبره- که چېرې تاته د الله لخوا د مرستې او غنیمت په ډول یو نعمت در ورسي نو دوی یې ډېر بد ګڼې، او پرې خفه کېږي، او که چېرې تا ته د غمېزې په ډول سختي درورسي او یا درباندې دښمن برلاسی شي نو دا منافقان داسې وایي: مونږ د خپلو ځانونو پاملرنه وکړه، او له هوښیارۍ مو کار واخیسته چې جنګ ته لاړ نشو څرنګه چې مومنان لاړل، نو دوی د وژنو او بندي کېدلو سره مخ شول، نو بیا دا منافقان خپلو کورونو ته په خوشالۍ او سلامتیا ستنېږي.