سورت التوبة، آیت 38

9:38

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ مَا لَكُمۡ إِذَا قِيلَ لَكُمُ ٱنفِرُواْ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ ٱثَّاقَلۡتُمۡ إِلَى ٱلۡأَرۡضِۚ أَرَضِيتُم بِٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَا مِنَ ٱلۡأٓخِرَةِۚ فَمَا مَتَٰعُ ٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَا فِي ٱلۡأٓخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ ٣٨

9-38 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! پر تاسو څه شوي دي چې كله تاسو ته وویل شي: د الله په لاره كې د غزا لپاره ووځئ (،نو) تاسو ځمكې ته درانه (او مایل) شئ؟ ایا تاسو د اخرت په مقابله كې پر دې دنيايي ژوند راضي شوي یئ؟ نو د اخرت په مقابله كې د دنیاوي ژوند فايده نه ده مګر ډېره لږه

تفسیر

ای هغه کسانو چې ایمان یې راوړی دی په الله او د هغه په پېغمبر او د هغه په شریعت مو عمل کړی، ولې کله چې تاسو ته د الله په لار کې د جهاد کولو او دښمن د وژلو بلنه درکول شوه نو سستي مو وکړه، او خپلو کورونو کې ناستې ته مو میلان وکړ؟ آیا تاسو د دنیا د ژوند په زایله کېدونکې او لرې کېدونکې خوندونو راضي شوئ د آخرت د همیشني نعمتونو په بدل کې کوم چې الله تعالی په خپله لاره کې مجاهدینو ته چمتو کړي دي؟! پس نه ده ګټه د دنیا د ژوند د آخرت په مقابل کې مګر ډېر خسیسه او سپکه، نو څرنګه یو هوښیار کس د باقي په بدل کې فاني دنیا غوره کوي، او سپک شی د لوی شي په بدل کې غوره کوي؟!